پناهندگانحقوق بشرزندگی
موضوعات داغ

له پاکستان څخه ویستل شوي سلګونه زره افغان مهاجرین سرپنا نه لري

د بشر دحقونو د نړیوالې اعلامیې د ۲۵ مې مادې له مخې د سرپناه او مناسب ژوند درلودل د هر انسان حق دی

راپور: مجیب الرحمن لحاظ

 

سلګونه زره افغان مهاجرین چې په جبري توګه له پاکستان څخه ویستل شوي ډېری یې په افغانستان کې د سر پناه له نشتوالي څخه تر بل هر څه ډېر کړېږي. دا مهال په افغانستان کې ژمی پیل شوی او د کورونو او دفترونو ګرمولو لپاره بخارۍ لګول شوي دي. د یخې هوا له کبله ددغو مهاجرینو ژوند نور هم ستونزمن شوی دی او وېره دا ده چې که ژر تر ژره ورته سرپناه برابره نه شي ښایي یخني د ځینو کډوالو په تېره بیا د ماشومانو ژوند واخلي.

د بشر دحقونو د نړیوالې اعلامیې د ۲۵ مې مادې له مخې د سرپناه او مناسب ژوند درلودل د هر انسان حق دی

د ملګرو ملتونو سازمان د مېرمنو څانګې په کابل کې په ۲۰۲۳-۱۲-۰۵ نېټه خپل دویم تازه کړي ګزارش کې ویلي چې له پاکستان څخه د جبري را ستنېدونکو افغانانو ۸۰٪سلنه ښځې او ماشومان دي چې ډيری یې سرپنا او لومړنیو اړتیاو ته د نه لاس رسي له امله نا څرګنده شرایطو سره مخ دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۳ مه نېټه هغو افغان کډوالو ته چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او شمېر یې ۱،۷میلیونه یاد کړی د روان کال د نومبر تر لومړۍ نېټې له دې هېواده د وتلو وخت ورکړی و.

پاکستان کې د کډوالو عالي کمشنرۍ (UNHCR) ویاند قیصر خان راته وویل چې د ۲۰۲۳-۱۲-۶ نېټې پورې له پاکستان څخه ۴۴۲۰۰۰ څلورل که او دوه څلویښت زره افغانان وتلي دي چې ۹۶٪ یې قانوني اسناد نه لرل.

پاکستان کې د کډوالو عالي کمشنرۍ (UNHCR) ویاند قیصر خان
پاکستان کې د کډوالو عالي کمشنرۍ (UNHCR) ویاند قیصر خان

پاکستاني چارواکو د مهاجرینو د ویستلو لامل په دې هیواد کې د نامنیو زیاتېدل او پکې د افغانانو ښکېلتیا یاد کړی، خو شنونکي یي سبب د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا بولي.

له پاکستانه د سلګونه زره ناقانونه کډوالو د جبري ایستلو پر پرېکړې د بښنې نړیوال سازمان په ګډون، نړیوالو بنسټونو هم نیوکې کړي او د ناقانوني افغان کډوالو جبري ایستل يې د بشري حقونو نقض بللی دی.

د کډوالو عالي کمشنرۍ ویاند وویل: موږ د پاکستان د حکومت له دې پرېکړې وروسته په ځلونو له دوی سره د سرپنا په شمول د افغانانو د بشري حقونو مسایل او په افغانستان کې ناسم وضعیت شریک کړي او ورته ویلي مو دي چې باید افغانان په داسې شرایطو کې و نه وېستل شي.

پاکستان کې د کډوالو عالي کمشنرۍ (UNHCR) ویاند قیصر خان
پاکستان کې د کډوالو عالي کمشنرۍ (UNHCR) ویاند قیصر خان

سیاسي او مدني فعاله بشری ګوهر وايي: ډیر افغانان له څلوېښتو کلونو راهیسې دلته اوسیږي دلته پیدا شوي، کورونه او کارونه یې دي خو دوی هغه ترې قبضه کوی او نه یې پرېږدي چې ځان سره یې ویسي.

نوموړې وايي : ((اساسي حقونه چې په اساسي قانون کې شامل دي د پاکستان په ټولو اوسیدونکو باندې پلي کیږي،د تابعیت قانون وايي هر هغه څوک چې په پاکستان کې زیږیدلی د پاکستان یو تبعه دی)).

سیاسي او مدني فعاله بشری ګوهر
سیاسي او مدني فعاله بشری ګوهر

بشرا زیاته کړده: سرپرست حکومت د اساسي قانون له مخې محدود واک لري. دا کولی شي یوازې ورځنۍ سوداګرۍ ترسره کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې ټاکنې په آزاده او عادلانه توګه ترسره کیږي. دا د اوږدې مودې پلي کولو سره د پالیسۍ پریکړې کولو واک نلري.

هغه دغه راز وړاندې وايي، سرپرست حکومت د کابینې د ټاکل شویو پریکړو او توافقاتو او د سترې محکمې د پړېکړو څخه سرغړونه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د بلوچستان د اطلاعااتو سرپرست وزیر جان اڅګزي ویلي، چې د ټاکلې مودې تر پوره کېدو وروسته به د ناقانونه مهاجرینو املاک او کارـ رزوګار که په یواځې ځان وي او یاهم له پاکستانیانو سره په شریکه، مصادره شي او پاکستاني شریکان يې مجازات شي.

د کډوالو عالي کمشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو پر بنسټ پاکستان کې د افغان مهاجرینو شمېر ۳،۷میلیونه ته رسېدلی و، چې له دې جملې څخه یې ۱،۳میلیونه په رسمي توګه له دوی سره ثبت او POR کارتونه یې اخیستي دي.

د پاکستان له نوښار سیمې څخه په زور ویستل شوې ۲۸ کلنه ګل مینه چې په تورخم کې له پولې د اوښتو په تمه ده وایې چې زه پاکستان کې زېږېدلې او لویه شوې یم واده مې کړی او درې بچیان لرم.

ګل مینې وویل ( بس دسې ووایه چې زموږ ژوند تبا شو، دلته یې کور را وران که او افغانستان کې کوډله هم نلرو).

تورخم کې یوه کوچنۍ نجلۍ چې خپل نوم ګلالۍ یادوي وايي( زه ۹ کلنه یم، دلته دویم کلاس کې وم اوس ډیره خفه یم، سکول کې یې کتابونه یې هم رانه واخیستل).

تورخم کې د طالبانو لخوا را ستنو شوو کډوالو ته جوړ شوي عمري پنډ غالي کې د کونړ ولایت اوسېدونکی ۳۶ کلن عبدالرحیم وايي( موږ ټکسلا کې اوسېدو زموږ پیدایش هم هملته شوی، د پاکستان د حکومت وروستۍ فیصله زموږ لپاره ډیره دردونکې وه بې کوره بې درګاه شو هک حیران یو).

عبدالرحیم زیاته کړه (دلته مو دیاړي(ورځ مزدوري) کوله، ژوند مو برابر کړی و، خو اوس نه پوهیږو چې هلته لاړ شو څه به کوو، چیرته به اوسیږو ).

خدیجه چې اصلا د ارزګان ولایت اوسېدونکې ده په چمن کې له پولې د اوښتو انتظار کوي، کورنۍ یې ۳۱ کلونه وړاندې د پاکستان کراچۍ ښاکار ته کډه شوې، وايې زه کراچې کې زېږدلې یم، اوس د ۲۵ کلونو یم،موږ پنځه خوندې او درې ورونه یو.

خدیجې وویل،( ما کراچۍ کې تعلیم وکړ، اوس یو پرایویټ سکول کې له خپلې خور سره معلمه وم یوې خور مې د ښځینه جامو پلورلو دوکان کې کار کو)

هغه زیاتوي( وې شړلو، مجبور یې کړو چې لاړ شو افغانستان ته هلته مو نه کور معلوم دی نه د ژوند کوم بل څه، بس موږ سره سخت ظلم وشو).

پښتونخوا کې د ښځو د حقونو مدافع لایبه یوسفزۍ وايي موږ ته افسوس په دې راځي چې افغان مېرمنې د پاکستان د حکومت دظلم قرباني هم شوې، له پاکستان څخه په یوه میاشت کې د افغانانو ویستل ډيره نا انصافي ده، په دې کې ډير تکلیف ښځو ته ورسېده.

پښتونخوا کې د ښځو د حقونو مدافع لایبه یوسفزۍ
پښتونخوا کې د ښځو د حقونو مدافع لایبه یوسفزۍ

لایبه زیاتوي ( یو خو طالبانو په وطن کې له ښځو ټول حقونه اخستي دا دی اوس بې کوره هم شوې او طالبانو یې ته هم ور ولېږلې.)

لنډي کوتل کې د پاکستان د حکومت لخوا په زوره ویستل شویو افغان کډوالو ته جوړ شوي کمپ کې یوې مېرمنې چې خپل عمر ۷۰-۸۰ کلونه یادکړ، خپل تور پړونی پر مخ را کش کړ او ویې ویل( اته – لس کلونه مو دلته تیر کړي، په بده ورځ راغلو او په بده ورځ یې وویستلو زموږ دوه هلکان یې جېل ته د ننه کړل، اوس چې بېرته جلال اباد لاړ شو خدای که نه کور لرو نه چوپال که یو باران راباندې وسو له یوې مخې به سو).

سیاسي او مدني فعاله جمیله ګیلاني وايي: څنګه چې په دې حالاتو کې دوی افغان مهاجرینو ته دا فیصله واوروله دا ډیره غټه انساني المیه ده، خلک خو نن سبا فلسطین یادوي، هو هلته هم درد دی خو دا هم له هغوی څخه څه کم نه دي.

سیاسي او مدني فعاله جمیله ګیلاني
سیاسي او مدني فعاله جمیله ګیلاني

ګیلاني وویل( تاسو پوهیږي کله چې څوک چاته ښیرې کوي ورته وايي کور دې وران شه، نو په چا باندې کور ورانول ډیر لوی درد دی).

له پاکستان څخه وېستل شوی د هلمند ولایت اوسېدونکی په ۶۱ کلن احمد ګل دکندهار په کمپ کې وايي( مخکې تر دې چې وطنه کډه شو زموږ ابا او پنځه اکا ګان د نیکه په ګډه مینه کې اوسېدوموږ شپږ ورونه و، اوس هر یو د بچیانو او لمسیانو خاوندان دی).

د کاپیسا ولایت اوسېدونکې په عمر پخه حمیده چې اوس مهال دلغمان ولایت د سرخکانو سیمه کې خیمه کې ژوند کوي وايي: د روسانو وخت کې مهاجر سو، اول کچه ګړۍ کې اوسېدو، هغه کمپ چې وران بیا وړاندې لاړو اوس یې بیا په دې یخ ژمي کې کډې را وتړلې ، خدای دې په هیچا داسې حال نه راولي).

دلغمان ولایت د سرخکانو سیمه کې خیمه
دلغمان ولایت د سرخکانو سیمه کې خیمه

د ننګرهار ولایت دسرخرود ولسوالۍ اوسېدونکې شرین ګل وايي له ۳۴ کلونو وروسته د پاکستان راول پنډۍ ښار څخه را کډه شوې.

شرین ګل وویل(خپل کور نلرو وس مو نسته چې په کرایه کور ونیسو دغه کور نوی جوړ سوی وینې چې نه کړکۍ لري نه دروازې خلکو راکړی).

افغانستان کې د حاکمې ډلې د کډوالو او بیرته را ستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني دبېرته را ستنو شیو کډوالو دسرپناه ستونزه تائیدوي او واي چې د دوی وزرات په دې اړه جدي دي او په ټول توان به د خلکو ستونزو ته رسیدګي کوي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر میاشت کې دپاکستان حکومت لخوا د نا قانونه افغان کډوالو د وتلو تر پرکړې وروسته، طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفی تر مشرۍ لاندې د کډوالو چارو ته د رسېدنې په پار ۳۱ کسیز کمیسیون جوړ شوی چې دبېلابېلو ادارو چارواکي په کې شامل دي.

په کندهار ولایت کې ډيورنډ کرښې ته څیرمه بیرته راستنو شویو کډوالو ته جوړ شوي پنډ غالي یوه۳۲ کلن ځوان د اسناتیاو او ستونزو په اړه د نوم نه ښودلو په شرط وویل، همدا اوس چې دلته پراته یو سخته بې عزتي مو کیږي، دوی داسې غوړې غوړې خبري کوي، خو کارونه یې دی سپېره دي.

یاد ځوان وویل موږ یې له رسنیو سره له خبرو منع کړي یو، نه موسسې راته هغسې کار کوي او نه دوی

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال سبحان الله مصباح چې اوسمهال په امریکا کې اوسیږي وايي( انسانان له هر راز تبعیض پرته د نړۍ په هر ګوټ کې چې اوسیږي سرپناه او مسکن یې اساسي حق ده)

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال سبحان الله مصباح
د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال سبحان الله مصباح

هغه زیاته کړه: په نړیواله کچه د دې حق لپاره قوانین او اصول وضعه شوي دي، زموږ په اساسي او موضوعه قوانینو کې دا موضوع مسجله ده، د دولتونو مسؤلیت دا دی چې د دې حق د مصؤنیت لپاره کار وکړي.

مصباح وویل( که څه هم په افغانستان کې حاکمې ډلې ته حکومت نشو ویلای خو دا چا د حاکمیت د عوا لري نو مکلفیت لري چې بیرته راستنو شویو افغانانو ته د ژوند زمینه برابره کړي او ټول حقوق یې ادا کړي.

پاکستان کې مدني او سیاسي فعاله بشرا ګوهر وايي 🙁 په دې یخ کې د خلکو داسې اوباسل او داسې ملک ته لېږل چېرته چې د طالبانو قبضه ده، د دهشتګردو قبضه ده، نو دا ډیره نا انساني خبره ده).

 

یاده سیاسي فعاله وايي د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د مهاجرینو د حقونو ساتنه کوي. په 14مه ماده کې راغلي چې هر څوک حق لري چې په نورو هېوادونو کې د خوندیتوب لپاره د پناه غوښتنه وکړي.

د بشرا په وینا په سترې محکمه کې د افغان کډوالو د جبري اخراج په اړه د بشري حقونو د مدافعینو لخوا د سرپرست حکومت پر ضد دوه عریضې ثبت شوې

افغانستان ته په جبري توګه استول شوي ډيری کډوال د ډيرو نورو مسایلو تر څنګ دسرپناه له نشتون څخه شکایت کوي او وايي چې ډیر وخت وشو خو لا هم دوی ته لازمه رسیدګي نه کیږي.

د ننګرهار بیسودو ولسوالۍ ته راستون شوی یو کډوال بلال(مستعار نوم) وايي: وه وروره په خولې مو لاس ایښی، ډاریږو چې راماتې یې نکړي، کنه خیرات ته ناست یو، ژمی ده هوا سړه ده کور څه کوې خیمه هم نسته)

د مدني ټولنې فعال او د ننګرهار عالي لیسې ښوونکي نجیب الله چې تورخم ته څیرمه عمري پنډغالي ته دمهاجرینو لیدو ته ورغلی وايي چې سرپناه ډیره مهمه مسئله ده خو دې ستونزې ته رسیدګي به وخت ونیسي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د اسیا د څانګې مرستیالې، پټریشیا ګوسمن، په اکتوبر کې په خپلو خبرو کې وویل: له ډير وخت راهیسې په پاکستان کې افغانان د دوی د حقونو په پام کې له نیولو پرته، سیاسي فوټبال کې راګیر دی.

د پاکستان دبشري حقونو کمیسیون ګواښ کړی، چې ښايي د افغان مهاجرینو ویستل د انساني ناورین لامل شی.

له پاکستان څخه په جبري توګه د افغانانو په وېستلو ګڼو نړیوالو سازمونونو هم اندېښنه څرګنده کړې او د پاکستان حکومت دا کړنه یې، د بشر د حقونو نقض بللی.

د نا قانونه افغان کډوالو د وتلو په اړه د پاکستان د حکومت له پرېکړې تر دې مهاله نیږې څلور لکه او پنځوس زره افغانان وتلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

دکمه بازگشت به بالا