آموزشپناهندگانحقوق بشرنگاه‌هاویدئو
موضوعات داغ

سرنوشت مبهم 500 دختر افغان در حال بورسیه تحصیلی در پاکستان

مصاحبه با فریده حفیظ، دانشجوی افغان در پاکستان

راپور: زاهد صمدزی

زه فریده حفیظ یم، یو تن افغانه زده‌کړیاله، چې اوس مهال د پاکستان په اسلام اباد ښار کې اوسېږم. په ۲۰۲۱م زېږیز کال پیل کې پاکستان شاوخوا زر سکالرشیپونه افغان زده‌کړیالانو ته اعلان کړل، چې له دې ډلې یې پنځه سوه نجونې وې او اوس مهال د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي. دوی اوس مهال دې ته نږدې دي، چې خپل فراغت ونمانځي، خو له دې فراغت سره سره بیا هم په دې اندېښنه کې دي، چې راتلونکی به یې څنګه کېږي.

په هېواد کې یې د نجونو پر وړاندې د زده‌کړو دروازې تړلې دي، کاري زمینه نشته. له دې سره سره چې دوی په ډېرو ستونزو او زحمتونو ځان د فراغت تر پایه پورې را رسولی دی، خو بیا هم ډارېږي، چې څنګه خپل هېواد ته ولاړې شي، په څه ډول خپلې هیلې عملي کړي او خپل هېواد ته د خدمت مصدر شي.

همدارنګه دوی په پاکستان کې هم، د سکون ژوند نه لري. هر وخت افغان محصلین په پاکستان کې د حکومت لخوا ځورول کېږي. یا یې وېزې نشته، که وېزې وي، بیا یې د پاسپورټونو وخت په ختمېدو دی. له یو پلوه (په افغانستان کې حاکم) حکومت پاملرنه نه ورته کوي، له بل پلوه پاکستان دا خبره کوي، چې له فراغت وروسته به دوی خپل هېواد ته ستنېږي؛ هغه هېواد ته چې دهیچا پکې راتلونکی نه دی معلوم.

هلته شته نجونې له مختلفو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. په ځانګړي ډول زما لپاره ډېره ستونزمنه ده، چې زه په نړیوالو اړیکو برخه کې زد‌ه‌کړې کوم. زه خپل راتلونکي ته خورا خپه یم. زه هیڅ نشم کولای، الته که زه چېرې د طب پوهنځي محصله وای، نو کېدای شي، ما په خپل لګښت کوم کلینک پرانیستی وای، یا مې په کوم دولتي روغتون کې کار کړی وای، خو زه اوس د یوې داسې مسلک زده‌کړیاله یم، چې په افغانستان کې اوسنی حکومت بلکل ورسره خلاف دی؛ ان مني یې هم نه.

هغوی نړیواله ټولنه نه مني، نړیوالې اړیکې نه مني، د مېرمنو حقونه نه مني. د بشر حقونو هیڅ شی نه مني. نو زما لپاره زما دا پوهنتون، فراغت او دا څلور کلن مزل او هلې ځلې، ټول بې‌ځایه شول.

په دې خاطر بې‌ځایه شول، چې د ټول عمر لپاره زه په پاکستان کې پاتې کېدای نه شم، خپل ملک کې مې ځای نشته؛ که څه هم هلته ماته ډېره اړتیا لیدل کېږي، چې زه باید هلته کار وکړم، خو اوس زما لپاره زمینه نه ده مساعده چې کار وکړم.

هلته داسې حکومت دی، چې هغوی سیاست، نړیوالې اړیکې او ښځې نه مني، ان نارینه‌وو ته یې نه مني.

ټوله نړۍ دا وینې چې دوی (طالبان) هغه څه مني چې یوازې د دوی له فکر سره په ټکر کې نه وي، او د دوی له ایډیالوژۍ سره ورته وي.

زما لپاره زه نه پوهېږم، چې خپل فراغت ته خوشاله شم، که خپه شم؟!

په پاکستان کې له یوې افغانې زده‌کړیالې فریدې حفیظ سره مرکې
په پاکستان کې له یوې افغانې زده‌کړیالې فریدې حفیظ سره مرکې

زما سره څنګ کې دلته په پاکستان کې په سلګونو نورې نجونې دي، چې هغوی په سکالرشیپ یا خپلو پیسو باندې زده‌کړې کوي؛ د هغوی ټولو برخلیک نامعلوم دی. په پاکستان کې ورته ځای نشته، هېواد ته تګ نشته او موږ نيوهېږو چې له چا د مرستې غوښتنه وکړو؟

په پاکستان کې اوس مهال په زرګونو کډوال پراته دي، د UNHCR بېغوري ده، هغه هېوادونه چې زما غوندې نجونې دلته دي او زما غوندې مسلکونه یې لوستي دوی باید موږ سپورټ کړي. په یو ډول دوی ته د اسایلم‌سیکرز په شکل یا د کډوال په حیث یا د سکالرشیپ په ډول دغه محصلین چې اوس مهال دلته په پاکستان کې په بېلابېلو ستونزو کې راګیر دي، ان په ډېپریشن باندې اخته دي؛ دوی داسې تشویق کړي، یا یې په داسې طریقه وباسي چې دا څلورکلنه دوره چې دوی دلته بشپړه کړې، حد اقل هلته ګټه ترې واخلي.

 

دکمه بازگشت به بالا