پناهندگانحقوق بشر
موضوعات داغ

پاکستان ته تبعید شوي یو شمېر کسان په سګرټ وهلو روږدي شوي دي

دې کسانو یادونه کړې چې کله فشار او غم پرې غلبه وکړي سګرېټ وهي، چې له امله یې دوی څو شیبې د راحتۍ حس کوي.

راپور: هدایت‌الله احدی

د 2021 کال د اګېست میاشت کې د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګېدو سره؛ ګڼ شمېر کسان د دوی ژوند ته د متوجه جدي امنیتي ګواښونو او بې روزګارۍ له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول چې یو زیات شمېر یې امن هېوادونو ته د وتلو لپاره اوس د افغانستان ګاونډیو هېوادونو کې دېره دي.

یو له همدې ګاونډیو هېوادونو پاکستان دی چې ډېر شمېر افغانان پکې اوسېږي. پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو متلونو سازمان د شمېرو پر اساس د 2021 کال له لومړیو څخه تر اوسه یوازې 343 زره کسانو له دوی او د دوی له ملاتړو ادارو د مرستې غوښتنه کړې ده. یونسیار د پاکستان حکومت له قوله ویلي چې 6 سوه زره کسان له یادې نېټې را وروسته پاکستان ته راغلي دي.

اوس افغان کډوال وایي چې بې برخلیکه دي او سختو اندېښنو پسې اخیستي دي. د همدې اندېښنو له امله یو شمېر کسانو سګرېټ څکولو ته مخه کړې ده.

رومل (مستعار نوم) خبریال دی او له دوه کلونو را هیسې پاکستان کې اوسیږي. دی وايي چې سګرېټ مې پخوا هم څکول خو بیا څلور کاله وړاندې مې بېرته خوشې کړل. نوموړی زیاتوي چې پاکستان ته تر راتګ شاوخوا یو کال وروسته یې بېرته سګرټ څکولو ته مخه کړې.

هغه وايي: «کله مې چې پاکستان کې کال پوره شو نور تشویشونو پسې واخیستم هېڅ نه پوهېږم ولې داسې شوم. وېرېږم. یو کال کیږي چې سګرټو ته مې شروع وکړه. اول ځل مې دوه درې دوده وڅکاوو کرار کرار د ورځې یو کله دوه اوس مې قصه دا دی یو قطي سګرېټو ته رسېدلې ده.»

رومل زیاتوي چې ټوله شپه خوب نه لري او تر یوې بجې دشپې له کوره بهر ملګرو سره ناست وي او وخت په قصو او سګرېټ وهلو تېروي.

یو بل افغان ځوان چې نه غواړي رپوټ کې یې نوم واخیستل شي وايي له کورنۍ لرې دی او دلته پاکستان کې یوازې اوسیږي. ده سګرېټ څکول همدلته پاکستان کې پیل کړي. دا ځوان چې 27 کاله عمر لري وايي افغانستان کې یې له یوې نړېوالې انجو سره کار کاوو او ترڅنګ یې مدني فعال هم پاتې شوی دی.

هغه وايي چې هلته په خپل ژوند کې ډېر بوخت وو او سګرېټ څکولو او نشو ته یې پام نه وو. دی زیاتوي: « ژوند مې ډېر بوخت وو، سهار کار ته تلم او مازدیګر به چې بېرته راستون شوم کور ته؛ ستړی به وم او سګرېټ ته خو مې پام هم نه وو.»

دا ځوان چې شاوخوا 28 کاله عمر لري زیاتوي: «بېکاري ده، کار او سرګرمي نشته. له کوره را وځم او دلته همدې دوکان سره ناست یم ملګري را ټولیږي. دوکاندار هم را سره ملګری شوی. یو یو سګرېټ ترې اخلم، څکوم یې.»

نوموړی وړاندې وايي: «سرلدې چې پوهېږم اقتصاد مې ضعیفه ده او په سګرېټو بېځایه او ډېرې پیسې را څخه ځي؛ خو عادت شوی یم که یې ونه څکوم تشویش را ته پیدا کیږي ان ناروغه کېږم.»

ددې رپوټ د برابرولو لپاره مې پاکستان کې د تبعید شویو خبریالانو او د خبریالانو د فدراسیون په نومونو دوه وټس‌اپ ګروپونو کې څو پوښتنې شریکې کړې چې د سګرېټ څکولو د لاملونو، زیانونو او د سګرېټ د ډول په اړه له ځواب ویونکو څخه پوښتل شوي وو.

دا دواړه وټس‌اپ ګروپونه 310 تنه ګډون وال لري، چې ښځې او نارینه پکې دي. خو پوښتن‌لیک یوازې 17 تنو ځواب کړی وو.

پوښتن‌لیک کې د نوم او جنسیت پوښتنه هم شوې وه، خو یوازې دوه کسانو خپل نوم ښودلی وو.

د دوی ترمنځ دوه کسانو خپل جنسیت ښځینه ښودلی په داسې حال کې چې پاتې نور یې نارینه او عمرونه یې د 25 تر 55 کلونو ذکر کړي او په منځ کې یې ډېر د 25 او 40 کلونو تر منځ دي.

ډېری له دوی ویلي چې پاکستان ته تر راتلوو وروسته په سګرېټ وهلو عادت شوي او لامل یې دوی بې‌برخلیک توب او تشویشونه ‌ذکر کړي دي.

دې کسانو یادونه کړې چې کله فشار او غم پرې غلبه وکړي سګرېټ وهي، چې له امله یې دوی څو شیبې د راحتۍ حس کوي.

یادو پوښتل شویو کسانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې کوم ډول سګرېټ کاروي؟ ځینو د سګرېټو نوم اخیستی او ځینو ویلي چې سګرېټو کې توپیر نشته، هر یو چې وي دوی یې څکوي.

دوی ویلي چې د سګرېټ د څکولو په زیانونو خبر دي چې د سرطان ناروغي لامل ګرځي، خو دا چې سګرېټ څکول تشویشونه او غمونه را کمولای شي؛ نو ځکه یې څکوي.

خو آیا ريښتیا هم سګرېټ څکول د تشویشونو د رفعه کولو باعث ګرځي؟ په دې اړه مې د خیبر پښتونخوا پېښور ښار کې له یوه ډاکټر شهباز خان څخه وپوښتل. هغه وویل: « دا د ناروغانو تصور دی چې سګرېټ څکول یې استرس کموي. دا سې نه ده. ځکه سګرېټ خپله هم تشویشونه زیاتوي. د زړه ضربان پرې زیاتېږي. د تمباکو له استعمال څخه انسان ته د زړه ناروغي، ساه لنډي، د هاضمې سېستم خرابوالی، تشو متیازو پر وخت تکلیف، د معدې ناروغۍ، د ینې خرابوالی او د خولې سرطان څخه پیل د معدې تر سرطان پورې ناروغۍ ترې پیدا کېدای شي. لازمه داده چې خلک د سګرېټ له څکولو ډډه وکړي، څو راتلوونکي کې په نورو ناروغیو اخته نه شي.»

نوموړی وايي چې نیکوتین په وجود کې تر پاتې کېدو یو څه سکون ورکوي خو د ډېر نیکوتین اخیستل بیا په عادت بدلیږي چې په راتلوونکي کې یې پرېښودل ګران کار دی.

پاکستاني هټیوال هم دا موضوع تائیدوي چې پاکستان ته د افغانانانو له راتلو سره د سګرېټ پېر او پلور زیات شوی دی.

په دوه بېلابېلو سیمو کې مې له دوه تنو هټیوالو سره په دې اړه خبرې وکړې. د پېښور اړوند بورډ بازار کې یوه هټیوال وویل چې په دې وروستیو دوه کلونو کې ډېر افغانان د ده هټۍ ته راځي او سګرېټ غواړی. نوموړی وايي چې د (پېن، ايسي‌بلک، میلانو بلک او وایټ، ایسي چېنج) په نومونو د سګرېټو ډېر علاقه‌مندان دي. هغه زیاتوي چې دا بهرني سګرېټ دي او په ښکاره یې په پاکستان کې نشي پلورلی، ځکه د دولت لخوا په عام ډول د بهرنیو سګرېټو په پېر او پلور بندیز دی.

دا هټیوال وايي: «دولت اجازه نه راکوي، مونږ دا باندني سګرېټ پټ راوړو؛ ځکه دولت په دې ډېر ټکس اخلي او خلک یې غواړي. مونږ خپلو مشتریانو لپاره یې راوړو او که کله نه وي بیا نور پاکستاني سګرېټ دي چې اخلي یې.»

د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد په B17 سیمه کې یو بل هټیوال هم وايي؛ له کله چې افغانان دې سیمې ته راغلي دده کاروبار هم ورسره ښه شوی دی. نوموړی وايي چې د نورو توکو ترڅنګ سګرېټ هم ډېر خرڅوي. هغه چې نه غواړي نوم او انځور یې خپور شي وايي چې ډول ډول سګرېټ پلوري او دلته مېشت افغانان له ده څخه تر ډېره وارداتي سګرېټ غواړي او پاکستاني هغه نه څکوي.

هغه زیاتوي: « مونږ د پاکستان حکومت د قانون مطابق خپله د پاکستان تولید شوي سګرېټ پلورلی شو. خو د افغانانو تقاضا زه مجبوره کړی یم چې وارداتي هم راوړم او په دوی یې وپلورم.»

دا هټیوال زیاتوي چې دې وروستیو کې د سګرټو بیه هم لوړه شوې ځکه مصرفوونکي یې ډېر شوي دي. دده په وینا: «د افغانانو ترڅنګ پاکستانیان هم ډېر سګرېټ څکوي.»

زه همدې هټیوال ته د مرکې لپاره په تمه وم. ځکه چې دوه نورو کسانو ترې سودا اخیسته. په همدې وخت کې یو پاکستانی ډنګر او په ونه میانه ځوان راغی. او هټېوال سره یې یوه مېرمن د خپل ټیلیفون له لارې غږوله. د ټیلیفون غږ لوړ وو او کومه مېرمن چې د ټیلیفون تر شاه خبرې کولې افغانۍ وه، ځکه په اردو خبرو کې یې د دري ژبو په شان لحجه لرله. مېرمنې په ټیلیفون د څه خوراکي توکو ترڅنګ له هټیوال څخه د یو ګرز (یوې بستې چې لس پاکټه سګرېټ پکې وي) غوښتنه وکړه او هټېوال د د سګرېټو له یوې بستې سره د هغې غوښتل شوی نور خوراکي توکي را ټول او یوه پلاستکي کڅوړه کې یې واچول او د ټیلیفون خاوند په لاس یې ور واستول.

ما له هټېوال څخه پوښتنه وکړه چې آیا افغاني مېرمنې هم ده ته د سګرېټ اخیستو لپاره راځي؟ ده وویل: «هو؛ کله کله یې په ټیلیفون هم غواړي.»

د آریا (په مستعار نامه) یوه افغانه مېرمن چې اسلام آباد کې اوسیږي وايي 4 ماشومان لري او خاوند یې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لادرکه شوی دی. هغه له دوه کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده او پاکستان کې اوسېږي؛ دا وايي چې بې‌برخلیکه ده او سګرېټ هم څکوي. یاده مېرمن زیاتوي چې په څلور ویشت ساعتونو کې دوه قطي او کله تر دې هم زیات سګرېټ مصرفوي.

دا مېرمن وایي: «اوس خو ښه ده سګرېټ وهم، له دې وېرېږم چې نورو غټو نشو ته مخه نه کړم. مجبوره یم چې خپل غم په یو څه باندې غلط کړم. کار نشته، ویزه نه لرم، پیسې نه لرم. ترڅو به ورور، خور، ترور، احمد او محمود ته زنګ وهم چې مصرف مې راولېږه. زه داسې یو څوک وم چې چا ته مې تن نه ورکاوو. اوس مجبوریت پسې راخیستی یم او له خلکو قرضه غواړم. دا ټول غمونه دي چې زه یې کوم او دا غمونه مې سګرېټ سره کمومه.»

یوازې دا مېرمن نه ښايي ډېرې نورې مېرمنې او نارینه هم وي چې پاکستان کې د استرس له امله یې اعتیاد ته مخه کړي وي، خو ډېری کسان نه غواړي چې په دې اړه څه ووایي او ځان په رسنیزه توګه سګرېټي وښيي.

ارواه پوهان په دې باور دي چې اختلالات، اضطراب، وسواس، ژور خفګان، د خوب نشتوالی او بېکاري په ژوند کې د نارامیو پیلامه ده.

دوی وايي همدا پورته ټکي په راتلوونکي کې د نورو جرمي پېښو او ځان وژنو ترڅنګ په نشه د روږدي کېدو سبب هم ګرځي.

ارواه پوه ډاکټر شهباز خان وړاندیز کوي چې د سالم او آرامه چاپیریال برابرول، پلی تګ، ورزش کول، بشپړه تغذیه، سالم خواړه، ژوره ساه اخیستنه، هغه څه دي چې استرس او تشویش ختمولای شي.

مرکه شوي سګرېټ څکوونکي هم له نړیوالو مرسته کوونکو غواړي چې د افغانانو بد وضعیت ته دې پام او د دوی لاسنیوی دې وکړي.

مېرمن آریا (مستعار نوم) په تاسف سره له نړیوالو غواړي چې په کډوالۍ کې دې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د مېرمنو ژوند ته متوجه شي او دوی دې له دې بدبختیو خلاص کړي.

دکمه بازگشت به بالا