آموزشحقوق بشرعکسنگاه‌ها
موضوعات داغ

په تیارو کې د سبا په تمه!

ټیک ۸۱۰ ورځې کیږي چې په ټول افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو د طالبانو له لوري په دې پلمه بنديز لګېدلی چې ګنې د دوی لپاره نوی اسلامي نصاب جوړوي.

راپور: احسان‌الله مهجور

24/12/2023

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته چې څه باندې دوه کاله کيږي، د دغې ډلې مشر ملا هبت الله څه باندې پنځوس فرمانونه صادر کړي چې یوه برخه يې د نجونو د زده کړو بنديز او یوه برخه په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه دي.

په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د امریکا او طالبان تر منځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دواړو لوریو تر منځ د یوې هوکړې پر مهال د بشري حقونو سازمانو او فعالو ښځو له لوري پر دواړو لوریو غږ وشو چې په افغانستان کې دې د ښځو فعالیت او زده‌کړې له پامه نه غورځوي، هغه مهال دواړو لوريو د رسنیو له لارې ویلي و چې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته به افغان ښځو ته ځانګړې پاملرنه کوي او دوی ته به په هره برخه کې خپل حق ورکوي، د هغه مهال په رسنیو کې تر ټولو مشهوره جمله دا (طالبان اوس هغه پخواني نه دي، بدل شوي دي) وه.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته څه د پاسه دوه کاله تیريږي چې دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته له نجونو څخه خپل بشري حق (زده کړو ته لاسرسی) اخیستی او دوی ښوونځي ته نه پریږدي.

اتلس کلنه نورضیا عبدالرحیمزۍ یوه له هغو افغانه پیغلو ده چې د نورو نجونو په څېر د زده کړو له حقه محرومه شوې، هغه وايي که طالبان په افغانستان نه وای واکمن شوي، اوس به له دوولسم ټولګي فارغه شوې وه، او کانکور آزموينه به يې ورکوله.

نورضیا عبدالرحیمزۍ

هغه وايي له هغې ورځې چې په کور پاتې وه نو له وخت څخه په ګټنې يې د ژورنالیزم شپږ میاشتنۍ آنلاین زده کړې وکړې، او ورپسې يې خپلې نورې هڅې روانې ساتلې دي، «له ډیر مجبوریته دې ته اړه شوم چې د لومړنیو صحي مرستو او نرسنګ په برخه کې زده کړې شروع کړم چې وکولای شم خپلو هیوادوالو سره مرسته وکړم. او هغو خویندو او میندو لپاره د خدمت جوګه شم چې یوې وړې رغتیايي مرستې ته لاسرسی نه لری، له طالبانو غواړم چې په تعلیمي برخه کې پر نجونو بندیزونه لرې کړي او پریږدي چې نجوني هم لکه نارینه د تعلیم و تحصیل له حقه برخمنې شي.»

افسانه احمدزۍ د کابل اوسیدونکې ده، هغه ۲۴ کلنه ده، د طالبانو له لوري د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو پر مهال هغه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې زده‌کړیاله وه، احمدزۍ وايي زده‌کړې ترې په وروستي کال کې نیمګړې پاتې شوې، «دا مې د خوښې څانګه وه، ډیرې موخې او ارمانونه لرل چې ورته ورسیږم خو د طالبانو له راتګ وروسته هر څه خاورې اېرې شول، ارمانونه مې اوبو يوړل، پوهنتون مې په وروستي کال کې رانه پاتې شو او خپلو موخو ته و نه رسیدم، اوس چې نجونې د خصوصي پوهنتونو د صحي علومو څخه پرته په بله برخه کې د تعلیم حق نه لري نو مجبوره شوم د یو سالم مصروفیت د پیدا کولو لپاره د خپلې خوښې خلاف برخه وټاکم او د قابلګۍ په برخه کې زده‌کړې شروع کړم، دا مهال زما په شان ډیری نجونې د صحي علومو په انسټیټیوټونو کې د خپلې خوښې خلاف زده کړې شروع کړې دي.»

افسانه احمدزۍ
افسانه احمدزۍ

طالبانو سربیره پر دې چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی و خو کال وړاندې یې (د لندۍ میاشتې ۲۹مه) د نجونو پر مخ د لوړو زده‌کړو مخه هم ونیوله، په دې سره په ځینو خصوصي انسټیټیوټونو کې یې د نرسنګ او قابله ګۍ برخې ته ځکه اجازه ورکړې چې د اړتیا پر مهال په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې ښځینه ډاکترانو او قابله ګانو ته تر ټولو زیاته اړتیا لیدل کیږي، ځکه چې ښځې ناروغانې د کلتوري او شرعي محدویتونو له امله نارینه ډاکتر ته د کتنې لپاره نه بیول کیږي.

د افغانستان د اساسي قانون د ۴۳ او ۴۴ مادو پر بنسټ، دولت مکلف دی چې هر افغان ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړي او په ځانګړي ډول د نجنونو لپاره په متوازن ډول د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د ښځو حقونو فعاله حبیبه توخې وايي، واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته افغانی نجونې په اجباري ډول زده‌کړو ته اړې شوې چې دوی يوازې د قابله ګئ په برخه کې د زده کړو اجازه لري.

د ښځو حقونو فعاله حبیبه توخې
د ښځو حقونو فعاله حبیبه توخې

هغه وايي دا مهال افغانې نجونې په ټولیيز ډول له خپلو حقونو محرومې شوې دي: «که په ټوله کې پام وکړو، ټولنه یوازې طبي برخې ته نه بلکې په نورو برخو کې هم ښځو متخصصینو ته اړتیا لري زموږ په ټولنه کې هم نورو برخو کې ښځینه وو ته اړتیا لیدل کیږي او کمی یې محسوسیږي.»

آغلې توخې زیاتوي چې د طالبان له لوري له افغان نجونو او ښځو سره، توپیري چلند ته دې د پای ټکی کېښودل شي او افغان میرمنو ته دی خپل اساسې حقوق ورکړل شي چي یو له هغو یې د تعلیم او تحصیل حق دی: «هر څه دې د پخوا په څېر آزاد شي، دا بندیزونه نه افغانيت مني او نه اسلام، اسلام خپله په زده‌کړه بیا بیا ټینګار کړی،که یوه ښځینه له تعلیم او تحصیل محرومه شي دا په ټولنه باندې مستقیم تاثیر غورځوي نو ښځینه وو ته دې هم د نارینه په څېر مساوي حقوق ورکړل شي.»

د ښوونې ـ روزنې او ارواه پوهنې د کارپوهانو په باور هغه زده‌کونکي او زده‌کړیالان چې د خپلې خوښې یا غوښتنې خلاف بل مسلک یا مضمون زده کوي نو د دغو کسانو د پرمختګ چانس د هغو کسانو پرتله چې د خپلې خوښې مسلک یا مضمون زده کوي کم وي.

د ښوونې او روزنې کارپوهان وايي د ښې زده‌کړې تر ټولو مهم بنسټونه مورنۍ ژبه او د زده‌کوونکي د خوښې مضمون او مسلک دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت پخوانی معین ډاکتر محمد ابراهيم شينواری وايي، چې که څه هم په خپله خوښه د مضمون زده‌کړه یا مسلک ټاکل فرصتونه ډیروي خو تر نه زده‌کړې د بل مضمون زده کړه بهتره ده: «لومړیتوب دا دی چې یو کس د خپلې خوښې او میل مطابق مضمون یا مسلک تعقیب کړي که هغه ته و نه رسیدو بیا دې د بل مسلک د زده‌کړي هڅه وکړي، خو مهمه دا ده چې حکومتونه په تعلیمې نصاب کې دغو بنسټیزو مسایلو ته جدي پاملرنه وکړي، په زده‌کوونکو جبري زده‌کړې د راتلونکي ریښتينې خوبونه په اوبو لاهو کوي.»

د افغانستان د پوهنې وزارت پخوانی معین ډاکتر محمد ابراهيم شينواری
د افغانستان د پوهنې وزارت پخوانی معین ډاکتر محمد ابراهيم شينواری

هغه وايي د طالبانو حکومت دې نور د زده‌کوونکو پر سر سیاسي لوبې نه کوي او زده‌کوونکي دې یوازې زده‌کړو ته پريښودل شي.

د ارواه پوهنې برخې کارپوهان به دې اند دي چې په زده‌کړو کې تر ټولو مهم ټکي چې په پام کې نیول يې اړین دي هغه ذوق او شوق دی چې زده‌کوونکی تر روښانه راتلوونکي رسوي او د هغه هدف پایلې په لاس ورکوي چې زده‌کوونکي په خپله ذهني نړۍ کې ټاکلی وي.

د اروايي ستونزو متخصص امجدخان دانش وايي انسان په ذهني لحاظ له هغه څه سره ارام وي چې د هغه د شوق او ذوق مطابق وي: «د ارواپوهنې له نظره په تحمیلي زده‌کړو کې د انسان خوښه او شوق نه وي او تخصصي کیدای نه شي، نو کله چې زده‌کړه په خپله خوښه او ذوق نه وي او تخصصي و نه شي نو هغه زده‌کړې انسان ته پرمختګ نه شي ورکولی، او کله چې انسان پرمختګ و نه کړي نو طبیعي خبره ده چې هغه له ماتې سره مخ کیږي او چې کله انسان مات شو نو په اروايي ستونزو اخته کیږي»

د اروايي ستونزو متخصص امجدخان دانش
د اروايي ستونزو متخصص امجدخان دانش

ښاغلی دانش وايي که اوسني حاکمان دغې ستونزې ته پام و نه کړي نو لرې نه ده چې ټولنې ته به ناسالم انسانان وړاندې شي او په راتلوونکي کې به د دې پر ځای چې ګټور تمام نه شي بلکې ټولنې ته به نورې ستونزې راولاړې کړي.

ژوند، کار، آزادي، واده او په خپله خوښه زده‌کړې د هر انسان بشري حق دی چې د بشر حقونو نړیوالې اعلامیې د ۲۶مې مادې دویمه فقره کې راغلي چې ښوونه اوروزنه یا زده‌کړه د بشر نه بېلېدونکی حق دی. چې هر انسان حق لري د خپلې ټولنې د ټاکلو اصولو په آډانه کې خپلې زده‌کړې وکړي او هم د دې حق لري چې د زده‌کړې په موده کې خپل د خوښې مسلک ته ننوځي چې د ده له وړتیا سره سم ورته دپوهې ترلاسه کولو زمینه برابره شي . ددولت چارواکي اړ او مکلف دي چې د هیواد وګړو ته د یوه واحد ښوونیز نصاب له مخې د زده‌کړې او پوهې ترلاسه کولو زمینه او اسانتیاوې چمتو کړي . دښوونې او روزنې په اړه د بشرحقوقو نړیواله اعلامیه داسې وضحات لري.

د بشر حقونو څار سازمان د ښځو څانګې مرستیالې هيدربار په تېرو څه باندې دوو کلو کې لسګونه ويډیويي او لیکلي بيغامونه د خپلې اېکس پاڼې او نورو غږیزو او انځوریزو رسنیو له لارې خپاره کړي او په طالبانو يې غږ کړی چې د نجونو د زده‌کړو پر بندیز يې ټول بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او ژر تر ژره باید د نجونو او په ټوله کې د زده کړو په برخه کې پرمختګ ته لاره هواري کړي او وګړي دې له خپل دغه ستر بشري حقونو څخه نه محروموي.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته چې څه باندې دوه کاله کیږي طالبانو لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده‌کړو او بیا د پوهنتون په زده کړیالانو د زده‌کړو بنديز ولګاوه، لومړی خو د طالبانو ډلې په یوه خوله د نجونو په زده‌کړو د بنديز ملاتړ وکړ خو په دې وروستیو کې داسې بريښي چې د نجونو د زده‌کړو د بندیز پر سر طالبان دوه ډلې شوي.

تېره اوونۍ )د لیندۍ ۱۶مه) د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي د یوې غونډې پر مهال ويلي و چې د حکومت مشران دې په افغانستان کې د ټولو وګړو پر مخ د زدکړو دروازې پرانیزي.

چې په کابل کې یې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اړوندو تعلیمي بنسټونو د زده‌کوونکو په فراغت غونډه کې خبرې کولې، د نجونو له زدکړو سره مخالفت د ځینو کسانو شخصي خواهشات وبلل او زیاته یې کړه: «که کوم کس د خپلو شخصي خواهشاتو لپاره یا څه نور عوامل پکې وي، او له علم سره مخالفت کوي، زه فکر کوم دا د دې هیواد له بچیانو سره یوه لویه جفا ده، په هیڅ صورت باید د علم دروازې بندې نه شي، که څوک دېته دلایل لري، را و دېوځي میدان ته او خپل دلیل دې ووایي.»

دا په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د دغه طالب چارواکي دریم ځل دا ډول څرګندونې دي چې د طالبانو حکومت د نورو چارواکو له دريځ او وينا سره لوی توپیر لري.

په دې راپور کې مو هڅه وکړه چې د طالبانو حکومت لوړو زده کړو او پوهنې وزارت د مسولانو نظر هم له ځان سره ولرو خو تر اوسه پورې په دې نه یو توانيدلي چې ځواب یې ترلاسه کړو.

دکمه بازگشت به بالا