پناهندگانحقوق بشر

درغلۍ یا ( دوکه ورکول ،کلاهبرداری) د ترکیه میشت افغان کډوالو د ژوند بده تجربه

چمتو کوونکی: وحیدالله توحیدي

داسی افغان کډوال به پیدا نشی چې په ترکیه کې د درغلیو ښکارشوی نه وی، همدا اوس که ( تاسو ) په ترکیه کې یاست نو د دوکې خاطره به دی په یاد شی او په درغل شخص اعتماد کولو باندې به دی پیښیمانه ووسی !
م- غفاری وایی :
” زه پخوانې منصبدار وم او د امنیتی ستونزو له کبله ترکیی ته ګډوال شوم، زموږ یو وطندار وو، په ترکی ژبه پوهیده، او د ترکیی پاسپورت یی هم لرل ، راته یی کړل چې استانبول کې دکان لری او روزګار پری چلیږی او داسی سیمه کې ده چې د افغانانو بازار په نوم یادیږی او افغانی توکې پکښی خرڅیږی، راسره شریک شه، زه هم بیکاره وم او خوښ شوم، د شراکت په پار یې راڅخه ۳۰ زره ډالره یی واخیست او راسره نیمایی شریک شو، کله چې خبر شوم د ټول پلورنځي توکي یی د ۱۰ زرو ډالرو نه وو، او بیا د شراکت په بهانه د دوو نورو افغان کډوالو څخه هم پیسې اخیستی وو، تر څو چې موږ ټول پوه شو، حاجی احمد(مستعار نوم) وتښتیدل . نو موږ مجبوره شو د پلورنځې ټول مواد مو خرڅ کړ ۱۰ زره ډالره شو او په دریو کسانو مو وویشل او ۲۷ زره ډالره مو هر یو زیان وکړ ”
د افغانی خوراکیو توکو پلورنځې - جمهوریت محله بلیکدوزو - عکس و-توحیدی

د افغانی خوراکیو توکو پلورنځې - جمهوریت محله بلیکدوزو - عکس و-توحیدی
د بده مرغه افغانوکډوالوته په ترکي ژبه د نابلدتیا له امله ډیرمالي زیانونه یی رسیدلی، او خپلی د پانګې ډيری برخه یې په دی لاره کې له لاسه ورکړی .
د کډوالو چارو عالی کمیشنری یا (UNHCR) هم په ترکیه کې دی حساسیت ته پام اوښتې او د درغلۍ د منع لپاره اعلامیه یی خپره کړی او خبرداری ورکړی :
” که څوک یا هم کوم دفتر تاسو ته زموږ لخوا د مهاجرت د پيښو په هکله خبر، د پیسو غوښتنه او یا هم د دریم هیواد د تک لپاره په دروغو وعدی درکوی له موږ سره په اړیکه کې شی ”
د بده مرغه په ترکیه کې داسی به کوم وګړی ونه موندل شی چې د ډول ډول درغلیو او دوکو ښکار شوی نه وی، څوک د اقامتی کارت د اخیستلو په بهانه ، څوک هم د کور اخیستلو، او څوک ټکسي او ځینې هم د صرافیو له لاری، حتی په ځینو ځاینو کې ستاسو د موټر په شیشه بارکوټ لګوی او وایی چې د تم ځای پیسې تحویلې کړی، د بارکوټ د سکن سره سم ستاسو ټول بانکې اکونټ تشیږی چې دا ډیر مدرنو درغلیو کې جملو کې شمیرلی شو.
د ترکیی هیواد قانون کې درغلی او دوکه جرم ګڼل کیږی او د ترکیی د قوانینو په بڼسټ ورسره چلند کیږی، او که هر څوک د دولت یا نورو بڼسټونو د اړیکې لرولو په بهانه د خلکو څخه غیر قانونی پیسې تر لاسه کوی د یو کال څخه نیولی تر پنځو کلونو پوری بند او نقدی جریمه هم پرې کیښودل کیږی.
خو هغه افغان کډوال چې د ترکیی دولت د قوانینوڅخه ناخبره دی ډیرد درغلۍ ښکارکیږی او رسمی شکایاتو لارو باندی نه پوهیږی .
کلاهبرداری یا دوکه ورکول د هر هیواد په قوانینو کې جرم ګڼل کیږی
څرنګه کولای شو د درغلو سره په ترکیه مبارزه وکړو ؟
په داسی حال کې چې یو کډوال د مهاجرت بده تجربه کې د استرس ډک ژوند تیروی تر څنګ یی چې مالی خسارات رامنځته شی طبعی ده چې پرځان ناباوری ډیریږی اوپه ژوند کې د ناتوانی احساس کوی چې دا خپله د بشر د مالی حقوقو ښکاره نقض دی .
د درغلیو څو مشهودی نمونې چې ټول ورسره مخامخ شوی او بایده ده تر څو راتلونکې کې هم ورته پام وکړو:
درغلي په مفتو تور نو کې (Free Tour)
درغلي د تقلبی پولیسو په جامه کې (Fake Police)
درغلي د ناپیژندل شوی تور لیدرانو لخوا (Helpful stranger)
درغلي د درغجنو انلاین پلورنځیو لخوا((online shaping
درغلي ښاری ټکسیو کې (Overpriced taxi)
درغلي په رستورانتو کې (د خواړو د څو چندو حسابول په نابلدو وګړو)
درغلي په فابریکو کې ( د کډوال د معاش نه ورکونه )
ترکیه د هر بل د نړۍ هیوادنو غوندی د درغلو کسانو په مخنیوی کې ملاتړ او همکاري کوی خو دوکه ماران په داسی یو ترفند او چال تاسو سره مخته ځې چې تاسو یی اټکل هم کولای نشی .
د کډوالو لپاره چې ډيره ستونزمنه تمامه کیږی او د ډیرمبلغ درغلۍ ورسره کیږی د ځینو هغو کارباری افغانانو چې د ترک + ایرانی درغلو ټیمونه سره یو ځای وی او د صرافې (د پیسو لیږد یا لیږد) یا هم د املاکو ( د کور کرایه یا د کور پیرودل ) په بهانه د تری ډير ملبغ پیسې تر لاسه کوی .
میرمن شګوفه چې د ترکیی په استانبول کې اوسیږی داسی وایی:
” زه خپل اته کلن پخوانې همکار سره چې اوس د املاکو دفتر لری مخامخ شوم، څو ورځی ښه خوراک او قدر یې راکړ، هر چیرته چې تلم خپل موټرکې به وړولم، او رنګارنګ کورنه یې راته ښکاره کول، یو کورمې خوښ شو او د اخیستلو تابیا می وکړه، کله چې د قبالو مرکز ته لاړو قیمت یی ټیټ ولیکل او وویل چې ټکس درباندی کم راځی، بیا هم ما هم ومنله، خو مدت وروسته خبر شوم چې همکارمې د قانونې کمیشن تر څنک ۳ سوه زره لیری راڅخه ډیر اخیستی او دوکه کړی یم ”
د استانبول په بلیکدوزو سمیه کې د یو ښارګوټې انځور عکس و - توحیدی

د استانبول په بلیکدوزو سمیه کې د یو ښارګوټې انځور عکس و - توحیدی
همدا راز ډيرو نابلدو کډوالو سره په صرافیو کې د پيسو په لیږد را لیږد کې درغلۍ کیږی او دوی فکر کوې چې اصول به داسی وی، خو صراف به ستاسو پیسې څو اونۍ له ځانه سره ساتی تر څو پری کار وکړی، د ډالر او لیری نواسانات هم پر تاسو حسابوی، او کله داسی هم شوی که پیسې ډیری وی اکې صرافی یی بند او تښتیدلې دی.
” کورشاد یلدیز Kürşad Yıldız ” په انقره کې مالی مشاوره، په ترکیه کې د صرافیو او املاکو د دفترنو په قوانینو او جواز صادرولو خارجی اتباعو ته داسی وای :
« ددی تر څنګ چې بهرنيو اتباعو ته د صرافیو او املاکو د دفترونو د پرانیست لپاره د ترکیی په قوانینو کې جواز ورکول کیږی، خو د ترکیی مالیی وزارت د ډیرو وګړو جوازونه بندوی او امتیاز تیری اخلی ځکه چې ډیری یی قوانین نه مراعاتوی. هر هغه کړنه چې د ترکیی د قوانینو څخه خلاف وی موږ ته د هضمیت وړ ندی.»
همدا راز ډیر کډوال د خپل روزګار د چلولو په موخه فابریکو کې په خلاف مسلک کارنو بوخت دی او د کار د اجازی د نه لرولو لپاره په کم معاش کارکوی، خو ددغې موقع څخه د کار خاوند ګټه پورته کوی او د ډیرو معاشونه وروسته د میاشتو میاشتو کار څخه په مختلفو بهانو نه ورکوی او د کار څخه یی شړی.
شعیب چې پخوا په افغانستان کې یومخابراتی شرکت کې مدیر پاتې شوی وو په کارتن سازی کارخانه کې خپل د کار د تجرې څخه داسی وایی :
” اعلان مې ولید اسنیورت (د استانبول یوه برخه ) خواته وو کورمو ډیر لری نه وو زړه مي ښه کړ چې لاړ شم بیکاره وم په ژبه نه پوهیدم او د کار جوازمی هم نه درلود، د میاشتی په ۸ زره لیرو موافقه می وکړ، اوله میاشت یې معاش راکړ، دوهمه میاشت چې پوره شو وویل د دریمې میاشتې سره یو ځای درکوم، دریمه میاشت کې یی دده په بهانه چې تا لیبلونه غلط وپرینټ کړی د کار څخه یی وشړلم او د دوو میاشتو معاش یی رانکړ ،ما هم پولیسو ته شکایت نشو کولای ولی چې د کار اجازه می نه درلود. ”
مریم(مستعار نوم) په دی هکله وویل :
” زه په ترکیه کې لا غیر قانونی اوسیږمه، جنۍ یمه پولیس راته ډیره توجه نه کوی، یوازی مریضه مور راسره ده پلار څخه بیل شوی یو، کوژدنه مې ایران کې بند پاتی دی، کابل کې یو خصوصی بانک کې صرافه وم، دلته د خلکو د کورنو پاکاری کوم، په فلوریا( د استانبول یوه سیمه )کې مې د کاریابی دفتر ته زنک ووهل ، وویل راشه کار درکوو، د ازبیکانو، افغانانو او ترکانو ګډ دفتر وو، لاړمه څو ډول کارونه یی راته پیشنهاد کړ یو یی د تکستل (تکه بافی )کارخانه وه زموږ کور زیتون برونو( د استانبول یوه سیمه ) سره نږی وو هغه مې ومنل ، کاریابی شرکت راڅخه ۵۰۰ لیری فیس واخیست او ۱۱۵۰۰ معاش یی راته وټاکه، کار ته معرفی کړم، هلته ۱۵ ورځې مې کار وکړه، د کار خاوند راته وویل ته کار نشی کولای ، او رخصت یی کړم”
هغه زیاته کړه :
” دوی دروغ وایی هماغه ۵۰۰ لیری درڅخه اخلی او ۱۵ ورځی کار هم در څخه اخلی او رخصتوی دی او هر څوک چې ځي همداسی ورسره کوی او پرته د معاشه مذدوری ورباندی کوی او د هغو ۱۵ ورځو خواړه ستا په ۵۰۰ لیرو کې درته حسابوی ”
احمد ضیا بومیا مدنی حقوقو فعال د مهاجرینو د مالی حقوقو د نقض په هکله وایی :

احمدضیا بومیا ، مدنی فعال او د مدنی حقوقو کارپوه


* دا خبری راپور د بشری حقونو لپاره ژورنالیستان «JHR» په ملاتړ چمتو شوی.

 

دکمه بازگشت به بالا