افغانستانپناهندگانحقوق بشرزندگیعکس

د دسمبر د دریمی په پار، د معلولیت لرونکو وګړو ژوند د کړاوونو سره نغښتی دی

چمتو کوونکی: وحیدالله توحیدی

د معلولیت لرونکو وګړو ژوند هر شیبه سخته او د زهرو ګوټ ته پاتې کیږی، او د ژوند هره شیبه یی ډیره ترخه تریږی.
افغانستان د ډيرو دردونکو شیبو څخه تریږی چې هر لحظه د مرګ او زخم سره تړلی دی، او د بشری حقوقو نقض په ښکاره ډول تر سره کیږی. د جنګ اصول پکښی نه مراعات کیده او ملکی وګړی تل د جنګونو قربانی کیدلو.
د ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ میلادی کال پوری په افغانستان کې د ملکی وګړو مرګ ژوبله حدودآ د ۴۷۲۴۵ تنو ته رسیږی ، د افغان نظامیانو مرګ ژوبله د ۶۶۰۰۰ څخه نیولی تر ۶۹۰۰۰ پوری او د طالبانو اورپیکي مرګ ژوبله ۵۱۰۰۰ کسان ښودل شوی دی. په ټوله کې د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ مه پوری د جنګونو له امله ۱۷۱۰۰۰ څخه نیولی تر ۱۷۴۰۰۰ انسانانو پورو ته مرګ ژوبله ښودل شوی.
د بده مرغه د جګړو د غیر مستقیم مرګ ژوبلی اغیزی چې شمیر یی لا کره معلومه نده په اټکل ډول به ټول ټال ۳ سوه زرو څخه ډیرو ته رسی چې ډیری یې خپل ژوند یا هم د بدن کوم غړی له لاسه ورکړی دی .
په افغانستان کې تر ډيره د بریدونو قربانیان ملکی کسان وو، بی شمیره انتحاری حملې او بی حسابه بمبارۍ په کلیو او بانډو کې د ملکی وکړو د ژوند ارمتیا اخیستی ول .
د ۱۹۴۹ د جنیوا په څلورو کنوانسیونونو کې ، نړیوال بشردوستانه قانون پلی کولو ته وړاندیزونه وشوی چې د نړۍ په کچه ۱۹۶ هیوادونو هم د دې قوانینو د پلی کیدو په پار ژمنه کړې . دا کنوانسیونونه د دوو نورو تړونونو، د وسله والو شخړو د قربانیانو د ساتنې په اړه په 1977 کال کې اضافي پروتوکول هم ضمیمه کړای شو چې د جینوا کنوانسیونونه د وګړی او د هغه کرامت ته په درناوي ولاړ دي.
د هغو انسانانو حقوق چې په مستقیمه توګه ، په شخړو کې برخه نه اخلي او یا هغوی چې ناروغ، ټپي، اسیر یا بل کوم لامل له امله د جګړې توان نلري باید ورته درناوی وشي، د جګړې د بدو اغیزو څخه خوندي شي، او هغه خلک چې د جګړې په پایله کې زیانمن کیږي، باید ورته درناوی وشي.
په ټولیز توګه بشردوستانه اصول باید په هر حالت کې پلی او مراعات شي. په ټوله کې هغه کسان چې وسلې نه لري او د کومې دښمنې ډلې غړي او ورسره تړاو نلری نباید غیر انساني چلند ورسره وشي.

د جګړی د بین المللی قوانینو په ۳۲ ماده کې داسی وایی :
۳۲مه ماده: خوندي اشخاصو د وژلو، شکنجه کولو او فزیکي ناوړه ګټه اخیستنو څخه منع دی.
دا قانون ، تړون کوونکي دولتونه په ښکاره ډول له هر هغه عمل څخه منع کوي چې د دوی په ملکیت کې خوندي کسانو ته فزیکي ستونزه او یا د هغوی د وژنې سبب ګرځی. په دې ممانعت کې نه یوازې قتل، شکنجه، فزیکي ټپونه او د خوندي کسانو د اندامونو د غړو پرې کول دی بلکه د طبي یا عملي ازموینې چې د هغوی د درملنې لپاره اړین نه دي ترینه کار واخسیتل شی .

د جګړی د قوانینو د مادو څخه یوه بیلګه
د جګړی د قوانینو د مادو څخه یوه بیلګه

خو آیا دا اصول په افغانستان کې مراعات شوی ؟
طبعی ده چې د نه ځواب سره به مخامخ شو، ولې چې د جګړی مستقیم او غیر مستقیم منفی اغیزی یی په ملکیانو باندی تر نظامی یا دولتی خلکو ډیر پریوتې دی، چې ډيری یی د خپلی کورنیو غړیو لکه پلار، مور او د کورنې نورو اعضاوی له لاسه ورکړی چې اوس مهال په ډيرو بدو حالتو کې ژوند تیروی یا هم د معلولیت حالت لرونکې سره د ژوند ترخې شیبی شماری.
صدف چې په یوه انتحاری حمله کې یې خپلې پښی له لاسه ورکړی او خور یې هم د پښو د نشت او زخمونو سره ژوند تیروی وایی :
” صدف امید یمه یوه له هغو نجونو څخه ده چې د هیواد د خدمت په خاطر د ځانمرګې برید ښکار شومه او د بدن ځینې برخې مې له لاسه ورکړې.
لکه څنګه چې ما وویل، د خپل ژوند اتلس سپرلی مې د خصوصي مخابراتي شرکتونو او دولتي دفترونو په خدمت کې تیری کړي. له نن نه اته کاله وړاندې په یوه مشهوره خصوصي مخابراتي شبکه کې مې لس کاله کار وکړ او ښې لاسته راوړنې مې درلودی، لیوالتیا می درلوده تر څو دولتي ادارو که کار وکړم او د مخابراتو په بېلابېلو برخو کې خپلې لاسته راوړنې له دولتي ادارو سره شریکې کړم تر څو وکولای شم هېواد او خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړم. نو د همدی له امله د خصوصي مخابراتو له دندې څخه مې استعفا وکړه .
په دولتی اداره کې د سوپروایزر په دنده وګومارل شومه تر څو د نادولتي موسسو، سفارتونو، انجیو ګانو اوهمداراز د مخابراتي شبکو د انټرنیټ قراردادونو تشریح او د فعالولو مسؤلیت ولرم. او همدارنګه د DSL په مختلفو طریقو، آپټیکل فایبر، مایکروویو، پوائنټ تو پوائنټ ، وایمیکس، کیټ سیکس چاری هم را په غاړه وه او د یوې انجلۍ لپاره په داسې څانګه کې د وظیفې ترسره کول په افغانستان کې خورا ستونزمن کارو، او ما ته څو څو ځله ګواښونه هم کیدل.
مګر بیا هم د لیوالتیا سره ما به خپل مسؤلیت په ښه احساساتو او په نه ستړي کېدونکې توګه سرته رسوله، همدا راز له دوو کلونو وروسته، د خپلې تجربې او د خپلو مسؤلیتونو د ښه ترسره کولو، د شرکت د رهبرۍ او د بورډ د غونډې د پرېکړې له مخې، د فساد او رشوت د ښه مخنیوي په خاطر د سیم کارتونو او سکریچ کارډونو د څانګې د خرڅلاو د مدیر په توګه وګمارل شومه.
ددی تر څنګ مې په مدنې ټولنو کې هم غړی توب درلود او د ټولنې فعاله غړي په توګه د ډیموکراسۍ اصولو ته پابنده ومه او کوښښ مې کولو تر څو یوه آزاده ټولنه او د بشری حقوقو سمبال افغانستان ووینم.
په دفتر کې هم د جنستی تبعیضونو په خاطر مې تل مبارزه کوله او د نجونو او میرمنو کارکونکو د حق غوښتولو کې مې لمړی ګام پورته کولو. ددی تر څنګ چې د هر خوا څخه تهدیدات راته کیدل خو بیا هم خپلې دندې او مبارزی سره مې مینه وه او لا پیاوړی کیدمه. ماته د دفتر لخوا موټر راکړل شوی وو هغه مې هم تسلیم کړ چې په نښه نشمه او د دولتی عمومی ترانسپورت څخه مې استفاده کوله .
اما بیا هم قربانی شومه ….

صدف د ایمرجنسی شفاخانی په بستر کې د درمنلی په موخه . عکس - صدف
صدف د ایمرجنسی شفاخانی په بستر کې د درمنلی په موخه .
عکس – صدف

صدف وایی :
د ۲۰۲۱ کال د مارچ ۱۵ مه وه چې د دفتر لخوا مخ پرکور روان وو چې په موټر کې یوه ژیړه بوشکې ته مې پام شوه او د ډریور څخه مي وپوښتل ( استاده دا څه دی؟ هغه وویل د کوم مامور دی اوبه پکښی وړی) .
لا موده نه وه تېره چې د کابل ښار د دهن باغ شهر آرا یا د باغ زنانه په څلورلاره کې زما له سیټ لاندې څخه زړه بوږنکونکې غږپورته شو، ټول موټر تیاره او په لوګي او اور کې ډوب شو. زما خور چې زما همکاره هم وه د موټر په تخته زخمي پرته او بیحاله وه، زه پخپله د موټر د سیټونو په سیخونو کې بنده وم او احساس مې کوله چې مړه یمه، او تر څنګ مې کوښښ کول چې ځان وخوځوم خو نشو مې کولای.
پښې او لاسونه مې حرکت نه کول، او د ټول بدن څخه مې وینې بهېدې او ومی لیدل چې زما د څوکۍ څنګ ته یې اور او بل شوی وو، نو له ځانه سره مې وویل چې مړه شوی یمه.
خدای خبر چې څنګه د موټر دروازې ته ورسېدم، د لاسونو ګوتې مې هم ټول سوځېدلې او شړیدلې وې خو د موټر مخې ته مې ولیدل چې خلک د موټر سوځیدو لیدلو ته راټول شوي وو، ما له دوی څخه د ټپیانو او جسدونو د ژغورلو لپاره د مرستی چغه وکړه ، لومړی زه له موټر څخه ښکته کړای شوم، وروسته د نوروټپیانو لپاره خلک موټر ته دننه شول .

د اغلی صدف خور چې په همدی انفجار کې خور یی هم خپله پښه د لاسه ورکړه . عکس - صدف
د اغلی صدف خور چې په همدی انفجار کې خور یی هم خپله پښه د لاسه ورکړه .
عکس – صدف

کله چې پوه شومه چې زه لا ژوندی یمه او ساه یې اخلم، نو د خپلې خور خواته مې فکر شو او احساس مې وکړ چې هغه نوره ژوندۍ نه ده، ځکه چې هغه له وروستۍ چوکۍ څخه د موټر خولې ته غورځیدلی وه، کله چې خلکو زما خوریې له موټره راوویستله هغه هڅه کوله چې خپل څادر په خپل سرکش کړی خو څادریی سوځیدلی وو نو بیا پوه شومه چې هغه هم ژوندۍ ده.”
صدف زیاته کړه :
” کله چې ایمرجنسی شفاخانې ته یی انتقالولو لږ په سد راغلمه او د تکسی ډریور (امبولانس ناوخته راغی) څخه مې هیله وکړه چې زموږ فامیل ته خبر ورکړی، نمبر یی واخیست زنک یی ووهه او زموږ خبر یی ورکړل او وویل ( ژوندی دی خو ټول پارچه پارچه شوی ) …
کله چې شفاخانی ته یی دننه کړم ټول په وینو لت و پت وو، نه پوهیدمه کوم حصه د بدن مو ټوټه شوی او نشته ، ولې چې ګرم وو او پر ځان نه پوهیدو.
څو ساعته تیر شو چې لږ په حال شومه و مې لید پښی مې ماتې دی او ټوټه ټوټه شوی، د ایمر جنسی شفاخانی د ډاکټر څخه مې هیله وکړه ترڅو پښی راته غوڅی نکړی، او پوهیدمه چې مړه کیږمه ولی چې هر شیبه د حاله تلمه او ټول چپرکټ د وینو څخه ډکه وه .
کله می احساس کوله چې مړه یمه خو چې پښی به مې سوی یا درد وکړ بیا به مې وویل نه لا ژوندۍ یې.

څلورنیمې بجې د شفاخانې عاجل برخې ته یی دننه کړم او په هغه حالت کې مې دعا کوله چې ای کاش خور مې ژوندۍ وی. کله چې د عاجل برخې څخه یی عملیات خونې ته یی وړلم ومې لید د خور وضعه مې ښه نه وه او فکر مې نه کوله چې هغه نوره ژوندۍ پاتی شی .
په یوه یوازی خونه کې ومه، چیغی مې وهلې چې اوبه راکړی، ټولو راته لیدل خو هیڅ عکس العمل یې نه ښکاره کول، بیا نور په ځان پوهه شوی نیمه، خو د کورنې غړي مې وایې چې د شهیدانو لیست کې اول زما نوم لیکل شوی وو، او هغوی ته ویل شوی وو چې مشره خور مو مړه شوی، او بله وړه یی لا ساه وباسی.
ورور مې تابوت راوړی وو او د تدفین آماده ګې یی نیولی وو چې ډاکترانو د شپی دری بجی ورته ناڅاپه ویلی چې قلب یی کارکوی شدید کوما ته دننه شوی وو او موږ کوشش کوو ترڅو ژوندۍ پاتی شی او دا الهی پیروزینه وه چې بیرته ساه یی راغلی .
د ۲۸ ساعتونو څخه وروسته په هوښ راغلمه او ډیره تږی ومه او د درد د لاسه ټول بدن می سوزیدل او د اوبو غوښتلو لپاره مې چیغی وهلې خو ډاکټرانو اوبه نه راکول ، ویل یی زیان لری .
یو ځل مې په یاد شو چې خورمې هم راسره وه ایا ژوندۍ ده ؟ وویل شو هو ژوندۍ ده، زه بیا بی هوښه شومه او دا ځل بی هوښی مې ۳ ورځې دوام وکړ….
۲۵ ورځې ایمرجنسی شفاخانه کې بستری ومه او هر یوه ورځ وروسته عملیات کیدمه تر څو یوه ورځ ډاکټرانو غټ عملیات ته تابیا ونیول او عملیات خونی ته یی دننه کړم، څو ساعتونه زما په عملیات تیر شو او چې کله په هوښ راغلمه درد مې د حده ډیر وو او فکرمې وکړ پښی یی راڅخه غوڅی کړی، نرسانی وویل نه ندی غوڅط شوی او ماته هم یو څه پښی مې معلومیدلې .

د ایمر جنسی د شفاخانی انځور ( د زخم د ډیر شدت په موخه د زخمی ځایونو عکس نشو خپرولی) عکس - خواله رسنۍ
د ایمر جنسی د شفاخانی انځور ( د زخم د ډیر شدت په موخه د زخمی ځایونو عکس نشو خپرولی)
عکس – خواله رسنۍ

ډاکټرانو د ویزیت وخت کې راته وویل چې موږ کوښښ وکړ پښه دی قطعه نکړو خو بهرنې متخصص چې راغلی وو ستا د پښی کالکانیوسCalcaneus یې قطع کړ، او ورسته د ۲۵ ورځو څخه مې وضعیت لا خرابه شوه، د شفاخانی رییس ویلی وو باید پښی قطع کړو خو زموږ فامیل اجازه یی نه وه ورکړی حال دا چې زما د خور ښی پښه یی لا وخته قطع کړی وو او معلوله شوی وه .
ډاکټرانو زما څخه د پښی د قطع کیدو غوښتنه وکړه ما هم اجازه ورنکړه او هغوی راته وویل :
که اجازه نه راکوی ترڅو پښه دی قطع کړو باید ایمرجنسی شفانی څخه ووځی .
موږ هم مجبوره شو شفاخانی څخه ووتواو اقتصاد مو دومره پياوړی نه وو چې مخکی تللی هیوادونو ته تللی وای نو مجبورآ د تداوی لپاره مخ پاکستان لاړو. یوه میاشت په پاکستان کې تر څارنې لاندی ومه او دوه اورتوپیدی او دری پلاستیک جراحی عملیات یی تر سره کړ. او بیرته افغانستان ته راستون شو.

ډیره موده په کورکې په بستر پرته ومه چې د افغانستان امنیتی وضع ورځ تر بلی خرابیده او بلاخیره کابل د طالبانو په لاس سقوط شوه .
ډیره موده په ډار او وحشت کابل کې تیره کړه او احساس مو کول چې لا هم امنیتی تهدایدات لرو او فکر مې کولو چې اوس به بیا کوم څوک راځې او وژنې مې، او روانی حالات مې روځ تر بلې خرابیدی ، ولی چې د زخمی کیدولو سره مې هم مطبوعاتو کې هر څه وویل او د انتحاری حملو قربانیو لپاره مې غږ تر خپله وسه جګه کړه. ورونه مې هم بهرنیو موسسو کې کار کول او هغوی هم د نیول کیدو او ځورورینی له ډاره هره خواته پټ شوی وو او کور ته نه راتلل ، ولی چې زموږ ټول خپلوان او همسایه ګان د هغوی په وظیفو خبر ول .
بالاخیره هوډ مو وکړ تر څو د ژوندی پاتی کیدولو لپاره پاکستان ته کډوال شو او زه خپله تداوی هم همالته وکړمه.
خپله خورمې چې یوه پښه یی نه وه سره د وړوکې ورور او زه امبولانس کې سپاره شو او تورخم بندر ته ځان مو ورساوو، هلته دوه ورځې او یوه شپه بنده پاتی شو او دواړو خواوو موظفینو غیر انسانی سلوک او بشری حقوقو ته د نه احترام له سببه ومو نشو کړای تر څو پاکستان ته واوړو او بیرته مخ په کابل شو، ولې چې زما او زما د خور پښې شدیده خون ریزی او پړسوپ یی پیدا کړ.
کابل کې بیا د ناپیژندل شویو شمیرو څخه تهدید کیدلو او بیا ځلی مجبوره شو تر څو بیا مخ په پاکستان شو، دا ځل دری شپی او ورځې په تورخم کې بند پاتې شو خو د نیکه مرغه وروسته د دریو شپو پاکستان ته واوښتولو .
مو د ۲۰۲۱ کال د سپتامبر په ۲۸ پاکستان ته کډوال شولو .
پاکستان کې مې بیا خپله تداوی پیل کړه او ددی ترڅنګ نړۍ والو ادارو ته د مرستی لپاره لاړمه ولې چې په پاکستان هم د کډوالې شرایط سخت شوی او د بده مرغه زما ورور یی بیرته له موږ څخه بیل او افغانستان ته یی دیبورټ کړ.
خو موږ لا همدلته پاتی یو، ژوند په ستونزو دلته تیروو، او هره شیبه د پاکستان پولیسو موږ تهدیدوی ، راځې پیسی اخلی او بیرته ځی . دلته یوازی موږ دوه خویندی هغه هم دواړه زخمیانی پرتې یو اود فامیل غړیو هیڅوک له موږ سره نشته اوپه ډيرو ستونزو سره ژوند تیروو.
هیڅ ډول مالی او ځانی حمایت کونکی هم نلرو، نړۍ والو ادارو ته ځو تر څو یو داسی هیواد ته مو واستوی چې حد اقل له موږ سره صحی مرسته وکړی، خو کوم غوږ چې زموږ خبره واوری ….
اوس په دی فکر کې یمه که چیزی موږ سره مرسته ونشی او پاکستان مو هم په دی زخمی حالات موږ له خپل هیواده وباسی نور چیرته ژوند وکړو ….”

سره له دی چې نړیوال قانونونه د معلولیت لرونکو انسانانو سره د ملاتړ خبره کوی او ډیر هیوادونه ددی مادو لاندی امضاګانی کړی هم دی خو د بده مرغه هغه ملاتړ چې باید دوی ته ورکړ شی نه ورکول کیږی او د معلولیت لرونکو وګړو سره توپيری چلند کیږی . په ټوله کې د افغانستان په تیرو جګړه یزو ناخوالو کې ملکی وګړو ته ډیر مرګ ژوبله اوښتی چې د ژوند د آرامه تیرولو حق تیری اخیستل شوی ، او اوس مهال د ستونزو سره لاس او ګریوان دی ، او که نړیواله ټولنه ورته ځانګړی پاملرنه ونکړی ددوی د ژوند چاری په لا نور هم ستونزمنی شی.

ډاکټر نجیب پیکان مدنی فعال او حقوقی کارپوه د معلولیت لرونکو وګړو په هکله داسی وایی :

ډاکټر نجیب پیکان ، په مدنې چارو کې فعال او ژورنالیست
ډاکټر نجیب پیکان ، په مدنې چارو کې فعال او ژورنالیست

د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د ۱۹۹۲ کال په پریکړه کې د دسمبر ۳ مه نړۍ وال ورځ په توګه ځانګړی شوی . دا ورځ په ټوله نړۍ کې د بریالیتوب ګڼو ښوو بیلګو سره لمانځل شوی ده . د دې ورځې موخه د معلولیت لرونکو وګړو ته د مرستې په اړه پوهاوی ته وده ورکول او د معلولیت لرونکو خلکو د حقونو او فلاح لپاره د ملاتړ هڅول دي.
د بده مرغه په افغانستان کې د معلولیت لرونکو وګړو شمیر لسګونو زرو ته رسیږی او د بی وسې په ورستی حد کې ژوند تیروی ، نه مالی ملاتړ لری او نه د دولت لخوا حمایه کیږی .
متاسفانه باید ووایو چې د معلولیت لرونکو وګړو ډیری سوالګری ته یی مخه کړی یا هم د ژوند پای ته او مرګ ته په تمه ناست دی .
بایده ده تر څو نړۍ وال مرستندویې بڼسټونه ددغو بی وسو وګړو لاسنیونه وکړی تر څو د یو انسانی ناروین څخه مخنوی وشی.


* دا خبری راپور د بشری حقونو لپاره ژورنالیستان «JHR» په ملاتړ چمتو شوی.

دکمه بازگشت به بالا