چمتو کوونکی: وحیدالله توحیدی
سهیلا( مستعارنوم) وایې : “زه د ترکیې د قوانینو او مقراراتو په اصولو باندی متعهده یمه، خو بیا ولی هم راته اقامه نه راکول کیږی، زه قانوني ترکیې ته راغلې یمه خو د اقامې وقت مې پوره شوه او راته یې تمدید نکړ او اوس بی سرنوشته توګه په ترکیه کې پرته یمه.”
کډوالۍ یا immigration معنی د یو ځای څخه بل ځای ته د کار یا ښه ژوند تیرولو په معنی ده، اومعمولا کډوال د نامساعدواوضاعو په اساس لکه فقر، مریضی، سیاسی ستونزی، جنګونه، اقتصادی ستونزی، بیکاری، طبعی آفات، د خواړو کمښت او یا امنیت…. له امله خپل هیواد پریږدی او نورو هیوادونو ته کډوال کیږی.
د نړۍ والو قوانینو او کښل شویو مادو پر اساس هم هر هغه څوک چې خپل هیواد کې د ژوند او د خطر سره مخ کیږی کولای شی هر چیری چې وغواړی کډوالي غوره کړی او هلته میشت شی، او د نوموړي هیواد د قوانینو مطابق ځان عیار کړی خو د مهاجر پذیر یا مهاجر مسیر هیوادونو مسؤلیت د یو کډوال په لورې څه دی.
د کډوالو حقونه او د دولتونو مسؤلیتونه: (د ملګروملتونود کډوالو کنوانسیون ۳۳ ماده ) د ملګرو ملتونو د کډوالو د کنوانسیون غړیو هیوادونو ته ټاکل شوی اصلي مسؤلیت دا دی چې دوی نشي کولی یو کډوال بیرته داسې هیواد ته واستوي چې هغی ته ځاني او مالي خطر په هر حالت کې ورته ممکن وی. همدا راز د امنیت تر څنګ د خلکو د لومړنیو اړتیاوو لکه خوراک، جامو او سرپناه برابرول هم د دولتونو له دندو څخه دي. د 1951 د جینوا کنوانسیون ځینې برخې د کډوالو حقونو او د کډوالو په وړاندې د حکومت مسؤلیتونو ته وقف شوي دي.
د افغانو کډوالو ژوند د بده مرغه په ترکیه کې د بی سرنوشتۍ سره تړلی ژوند دی او هيڅ ډول راتلونکې ژوند لپاره پلان نشی جوړولی او ډیری یی تل په دوو لارو فکر کوی؛
یو داچې څرنګه کولای شی قاچاقي اروپایی هیوادونو ته لاړ شی او د لاری ټولې ستونزی او ناخوالې چې مرګ او ژوند سره تړلی دی وګالې او یا هم بیرته افغانستان ته ستون شی سره له دی چې د بیلابیل ستونزو سره به مخ شی. ولې چې په ترکیه کې د اقامت د ورکړی، د کډوال لپاره د کارکولو او یا هم د ساده ژوند کولو امکانات کم په نظر کې نیول شوی دی.
سهیلا (مستعار نوم ) وایی : ” زه د ترکیې هیواد ټولو قوانینو ته ژمنه یمه، اود نړیوالو حقوق بشری ارزښتونو په اساس خپل د ژوند کولو حق په ترکیه غواړم، دلته زه اقامت پاڼه نلرم، کار کولای نشم، په بازار او ښارونو کې پټه ګرځمه سره له دی چې خپله مریضه یمه او مریضه مور هم را په غاړه ده او بل هیڅوک د کار لپاره نلرو.”
سهیلا زیاته کړه :” د افغانستان په پخوانۍ حکومت کې ۱۰ کاله د ماموریی په صفت دنده مې تر سره کړی، د اقتصاد د پوهنځی د مالی او بانکداری د دیپارتمنت څخه په عالی درجه فارغه یمه، د نامطلوبو شرایطو په اساس ترکیی هیواد ته کډواله شومه، ولې چې هره ورځ امنیتی پیښې راته ډیریدلی او د خپل ځان او دخپلې مریضی مور د ژوند د بقا لپاره ترکیې ته کډواله شومه خو په ترکیه کې د شدید استرس، د نامعلوم ژوند، د اقامت د نه درلودولو او اقتصای ستونزو سره ژوند تیرومه. کله نا کله په پټه توګه د فابریکو په شاقه کارونو کې ځان بوختومه، یا کله د خلکو کورنو ته ځمه او پاکاری کوم.”
سهیلا د خپل د ژوند کیسه ګې کې د خپلې مور او خپلې ناروغتیا په هکله داسی وویله :”ددی ترڅنګ چې اقامت نلرم، صحی مراکزو ته تللی نشمه، کار کولای نشمه، د کرایې لپاره څوک کور نه راکوی وایې چې غیر قانونی یمه، بهراوبازارته تک را تک نشم کولای او د روحي له اړخه د استرس ډک ژوند تیروم. او که ریښتیا ووایم د خوراک او پوښاک د مصارفو لپاره ډیر په سختی پیسي پيدا کومه، او د تحصیل فکر او آرمان مې چې درلود هغه په خاورو خاوره شوی ده.
ددی ترڅنګ چې د اقتصادی بدو شرایطو کې ژوند کومه مورمې د لاس د هډوکې د سرطان څخه زوریږی او چې ټول اسنادونه او معاینات یی هم راسره شته او خپله هم به دغه رنځ اخته شوی یمه او ابتدایی معایناتو کې راته ویل شوی چی د سینی سرطان لری او باید کیموتراپی وکړی خو زه نه د اقتصادی او نه د اقامتي له اړخه ورته اماده یم. ”
سهیلا وایی: ” زه ټول مدارک او اسناد په لاس لرم، هر ځلی چې ګویچی اداری( د ترکی د مهاجرت دفتر) ته تللی یمه منفی ځواب می تر لاسه کړی، بل څه نه غواړم، مخکی له دی چې بیرته مجبوره شمه افغانستان ته لاړه شمه او یا ځان دیپورته کړمه او د مرګ سره لاس ورکړم یا هم د قاچاق له لاری اروپاته واوړم، د ترکیې هیواد څخه مې غوښتنه ده تر څو ددی بی سرنوشتۍ او نا معلوم حالت څخه مې وباسي، او حد اقل د ژوند کولو لپاره اود انسانی حقوقو د تر لاسه کولو لپاره راته د اوسیدو مؤقت اقامت راکړی. تر څو وکولای شم خپل او د خپلې مریضې مورکۍ تداوی وکړم .”
هغه وایی : ” د اقامی د نیشت له امله رواني او روحي ستونزو سره هم اخته شوی یمه، اوهره شیبه فکر کوم چې ډيپورته کیږم او له ځانه سره چیغی وهم. زه تعهد سپارم چې هیڅ کله به د ترکیې د قوانینو خلاف کار ونکړم وامنیت ته به یی خطر پیښ نکړم او قانونې ژوند وکړم، نو لطفا زما ستونزه حل کړی.”
د کډوالو نړۍ وال کنوانسیون د مهاجرت په هکله واضح دریځ لری او هیڅ ډول ټیکاو ته اړخ نه لګوی .
او همدا راز د مصونې کډوالې په هکله د بشری حقونو عالی کمیساری قوانین هم واضحه دی چې د ترکیې په شمول ۱۴۵ نور هیوادونه هم ددی قانون په تطبیق کولو کې ژمن پاتې شوی، خو دا چې څومره عملی بڼه لری دا د موضوع بل اړخ دی.
د بشری حقونو په ۱۳ مه او ۱۴ ماده کې وایی :
د بشری حقونو ۱۳ مه ماده : (هر څوک حق لری ترڅوهرهیواد ته کډوال شی، اوهر چیرته چې وغواړی ژوند وکړی. هر څوک کولای شی د خپل هیواد په شمول هر ځای پریږدی یا هم بیرته خپل هیواد ته ستون شی. )
د بشری حقونو ۱۴ مه ماده : (هر څوک حق لری د هر ډول ځورونې او فشار له ډاره بل چیرته کډوال شی، او کولای شی په کډوالۍ کې په نورو هیوادونو استوګن شی، په نړۍ والو غیر سیاسی جرایمو یا هغو برخو کې چې د ملګری ملتونو د اصولو خلاف وی د کډوالې د حق څخه ګټه پورته کولای نشی.)
د نړۍ والو اړیکو کارپوه او حقوقی سلاکار سید حامد دقیق بیا داسی څرګندونې کوی :
* دا خبری راپور د بشری حقونو لپاره ژورنالیستان «JHR» په ملاتړ چمتو شوی.
بیشتر از خبرگزاری کوکچه کشف کنید
Subscribe to get the latest posts sent to your email.
شما باید داخل شوید برای نوشتن دیدگاه.