پناهندگانحقوق بشرزندگیعکسویدئو

د یوې کورنۍ کیسه چې د استوګنې کارت لرلو سره سره د پاکستان حکومت د دوی کور وران کړ او په زوره یې وشړل

يوه داسي کورنۍ مو وموندله، چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو( پي او ار ) کارتونو لپاره یې نوملېکنه کړې وه او ټوکن هم ورکول شوی و خو بيا هم د پاکستان حکومت کډه ور په سر او کور يې ور ویجاړ کړ

راپور: جاوید شینواری

پاکستان د ۲۰۲۳ اکتوبر راهیسې په ناڅاپي امر په سلګونه زره افغان کډوال چې په دغه هېواد کې غېرې قانوني اوسېدل افغانستان ته وشړل.

په دې پريکړې سره نه يواځې په پاکستان کې د افغان کډوالو کورونه ويجاړ شو بلکې شخصي کاروبارونه يې هم لمنځه لاړل او تش لاس خپل وطن ته وګرځېدل.

په سلګونه زره دې افغان کډوالو کې چې ښايي نورې کورنۍ هم وي؛ يوه داسي کورنۍ مو وموندله، چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو( پي او ار ) کارتونو لپاره یې نوملېکنه کړې وه او ټوکن هم ورکول شوی و خو بيا هم د پاکستان حکومت کډه ور په سر او کور يې ور ویجاړ کړ.
دغه کورنۍ د ننګرهار ولايت د پچير اګام ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده او يواځنی سرپرست يې خان وزير نوميږي چې اوه لورګانۍ او يو ديارلس کلن زوي لري.

نوموړی په خبرو کې خپلې تنګسې بيانوي او هغه ورځ د قيامت ورځ يادوي، چې په کومه ورځ ورته د پاکستان حکومت کور وران کړ او ده ته يې له پاکستانه د وتلو امر وکړ.

هغه وايې ((د پاکستان په ارېپور کې مې څو کاله مخکې د غريبې په پيسو ځانته يو وړوکی خټېن کور واخېست ژوند مو ښه روان و ما د بوټانو په يوې کارخانه کې کارکاوه او شپې مې بچيانو سره په ارامه تېريدې خو نه وم خبر چې يوه ورځ به داسپرلی ژوند خزان کيږي ظالمانو مې په کور لوډر راتېر کړ بچيانو مې ورته چيغۍ وهلې چې خير دی کور ته مو څه مه وايې خو دوي د هيچا غږ نه اورېده او زما غريبانه کور يې په کنډواله رابدل کړ او کله چې مې زوی د کور د ورانولو له صحنې ويډيو کوله پاکستانيو پوليسو ورڅخه موبايل واخېست او له ويډيو کولو يې منعه کړ ))

خان وزير خپل اوسني ژوند ته په کتو زياتوي يوه مياشت کيږي، چې د خپلې کورنۍ سره خپل وطن ته راغلی يم خو تر اوسه مې هيڅ کار روزګار ندی پيداکړی کوڅه په کوڅه دفتر په دفتر کار پسې وګرځېدم، خو د کار هيڅ درک و نه لګېده زياتوي د څو ورځو دپاره مې په لاسي کراچۍ مزودوري وکړه خو دومره پېسې مې وکړې چې د کور د سبزې بس شوې.

خان وزير تېر ښه ژوند ته په اشارې سره وايې، په پاکستان کې دشل کلن ژوند تېرولو بې شمېره ښې خاطرې لري او هيڅکله به يې له ياده ونه باسي خو وايې اوس يې ژوند له کړاوونو ډک دی په يو کرايې کور کې چې د کوټو کړکۍ يې شيشې نلري اوسېږې او زياتوي چې اوس مو د شيشو پر ځای پلاستيکونه له کړکيو راتاو کړي او د يخ ژمي شپې ورځې پکې تېروو.

نوموړی زياتوي (( هم مې ځانته او هم مې بچيانو ته د مهاجر کارتونو د اخېستو دپاره نوملېکنه کړې وه ټوکن هم راکول شوی وو خو بيا مو هم پاکستانيو پوليسو خاطر ونکړ زه يې بې عزته کړم سپکې سپورې يې راته وويلې ما خپل او د ماشومانو هغه اصلي ټوکنې چې کومې د يونسيار دفتر لخوا راکول شوې وې پوليسو ته ور وښودلې هغه ټوکنې يې راته وشکولې پيغورونه او سپکې سپورې پسې راته وويلې او په بله ورځ يې راته کور په لوډر موټر لوټې لوټې کړ ))

نوموړی په خبرو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ UNHCR خبره هم کوي چې دا يې هغه نږدې دفتر ته ورغلی و دپوليسو لخوا دده او ددې د کورنۍ کېسه يې ورته وکړه په وينا يې هغوي يې ستونزه واورېده او ورته يې وويل چې موږ به مو ستونزه د خپلو مسولو چارواکو سره شريکه کړو خو په وينايې د هغوي لخوا يې هم ستونزه حل نشوه.

خان وزير د خپل اوسني ژوند د سمون دپاره په افغانستان کې د حاکم نظام څخه غواړي چې اوس ورته د کار روزګار زمېنه برابره کړي تر څو وکولی شي هم د کور کرايه پرې لنډه کړي او هم خپلو بچيانو ته يوه مړۍ حلاله روزي پيدا کړي.

و مو غوښتل چې ديادې موضوع په تړاو په پاکستان کې د يونسيار دفتر مسولينو ځواب هم له ځانه سره ولرو خو د ډيرو هڅو سره سره مو د دوي ځواب ترلاسه نکړ.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار پر پاکستان حکومت غږ کړی چې سملاسي د افغانانو د نیولو بهیر ودروي.

اسلام آباد کې د دې ادارې ویاند قیصر افریدي بي بي سي سره خبرو کې له افغان کډوالو سره د پولیسو د چلن په اړه د یو این ایچ سي آر اندېښنه په ډاګه کړه.

د بښنې نړيوال سازمان هم له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره وېستل د بشري حقونو نقض بلل دی.

دې سازمان په دې هکله یوه پیغام کې ویلي، پاکستان کې ۱،۴ میلیونه غیر راجستر افغان کډوالو ته دومره لنډ وخت ورکول نه یوازې د دې کډوالو بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، بلکې د دوی خیر، ښېګړې، خوندیتوب او بنسټیزو اړتیاوو پوره کېدو ته هم جدي اندېښنې راپورته شوې دي.

د افغان کډوالو په اړه تازه د پاکستان له بند خونې څخه دپاکستان د پخواني وزير عمران خان تازه پيغام خپور شوی او د پيغام په يوه برخه کې يې راغلي(( پاکستان د افغانانو ۴۰ کاله مېلمه پالنه وکړه خو د وروستۍ ناکامې پالیسۍ له امله هر څه تالاترغه شول له حکومته غواړم چې د څارویو غوندې د افغانانو لېږل دې بند کړي او یوه آبرومندانه لار دې غوره شي))

له پاکستانه د افغان کډوالو دوېستلو په تړاو د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د پاکستان د حکومت دا پرېکړه چې ګواکې یو میلیون بهرني وکړي دې ځکه ووځي چې له ترهګرۍ او مجرمو ډلو سره لار لري، د ترحم نشتوالی ښيي او دا چې د ملي امنیت لید څومره لنډ او تنګ دی.

د بشري حقونو کمیسیون زیاتوي، د دې خلکو لویه برخه زیانمنونکي افغان کډوال او بې هېواده خلک دي چې پاکستان یې له څو نسلونو راهیسې کور دی.

په افغانستان کې د حاکم نظام د دفاع وزير ملا یعقوب مجاهد هم رسنيو سره په خبرو کې پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالی ډک چلن غندلی او د مخنیوي غوښتنه یې کړې .

نوموړي ویلي د پاکستان دا ډول پرېکړه “غیر عادلانه” او “بې انصافي” ده او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې “ترینګلي” کوي.

افغانستان ته د لکونو افغان کډوالو لېږد داسي مهال ترسره کيږي چې د 2021 کال د اګسټ په 15 واک طالبانو په لاس کې واخېست او نړيوالو د خپلو مرستو دروازې د دوي پرمخ وتړلې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (يو اېن اېچ سي ار) ویلي چې په پاکستان کې ۳،۷ میلیونه افغانان مېشت دي، چې پکې يو ۱،۳ میليونو ته پي او آر يا ای سي سي کارډونه ورکړل شوې دي.

د راپورونو له مخې، د تېرې نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر دې مهاله پاکستان ۴۵۰ زره غیرقانوني کډوال خپل هېواد ته لیږلي.

دکمه بازگشت به بالا